معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت د کډوالو ستونزو حل په اړه پاکستان لوري سره خبرې کړي

افغان حکومت د کډوالو ستونزو حل په اړه پاکستان لوري سره خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ویلي، چې پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د دغه هېواد له چارواکو سره خبرې شوې دي.
د سرپرست حکومت ویاند زیاته کړې، پاکستاني چارواکو په دغو خبرو کې ژمنه کړې چې افغان کډوال به نه ځورول کیږي.
د دغو خبرو د کولو راپورونه په داسې مهال خپریږي، چې په وروستیو اونیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستان د پولیسو بد چلند او نیولو راپورونه خپاره شوي دي.
بل لور د پاکستان په کراچۍ ښار کې د سرپرست حکومت کونسل وایي، د دغې کونسلګرۍ د هڅو په پایله کې تر ۲۰۰ زیات افغان کډوال له بنده خوشي شوي دي. د پاکستان په کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، په وروستۍ یوې میاشت کې تر ۱۰۰ زرو زیات افغان کډوال د تورخم او سپين بولدک له دروازو خپل هېواد ته اړول شوي دي.
ـــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس