کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۲۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د هېواد په ختیځو برخو کې د ديورنډ فرضي کرښې ته څېرمه څه باندې سل امنیتي پوستې جوړې کړې دي.
د خبر پربنسټ، دغه پوستې د دفاع د سرپرست وزیر د حکم په اساس جوړې شوې دي.
د پوستو د جوړولو سربېره، پوستو تر څېرمه د څو سړکونو د جوړولو کار هم پېل شوی دی.
یو له دغو سړکونو د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سلالې سيمه کې ده چې د جوړولو چارې یې روانې دي.
ختیځ کې د سرحدي لېوا قومندان وایي، چې د تېرو شاوخوا دوو کلونو په اوږدو کې يې د دې زون په کچه، په دريو ولايتونو نورستان، کونړ او ننګرهار کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې سل نوې پوستې جوړ کړې دي او په خبره یې دا لړۍ یې اوس هم روانه ساتلې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/