معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت دین کې پر اختلافي مسایلو بحثونه او مناظرې منع اعلان کړې

افغان حکومت دین کې پر اختلافي مسایلو بحثونه او مناظرې منع اعلان کړې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ریاست الوزراء مقام له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې علماء دې له مناظرو او زیان اړوونکو بحثونو څخه په کلکه ډډه وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، افغان حکومت مکلف دی چې ټولنه له ټولو هغو کړنو، خبرو، حرکاتو او عاداتو څخه وساتي، چې په ولس کې نزاع، تفرق، تفریق او بې ثباتۍ ته لاره هواروي.

اعلامیه کې د دې بندیز علت د خلکو ترمنځ د اختلافاتو ډېرښت او د تشویشونو زېږون ښودلی دی.

د ریاست الوزراء مقام دغه اعلامیه کې علماوو ته ویلي، د هغو نادرو موضوعاتو، قضایاوو او د علماوو د تفرداتو بیانولو څخه دې هم ډده وکړي، چې د خلکو لپاره د فتنې سبب ګرځي او عامه ذهنیت یې له درک څخه عاجز وي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس