معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت غواړي، بګرام اډه د هېواد په ستر اقتصادي زون بدل کړي

افغان حکومت غواړي، بګرام اډه د هېواد په ستر اقتصادي زون بدل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۱ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت چارواکي وايي، د افغانستان تر ټولو په ستر اقتصادي زون د بګرام اډې د بدلولو پلان لري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستيال لطيف نظري ويلي، چې په دې اړه لومړني مطالعات پيل شوي دي.
د هغه په خبره، هيله مند دي چې ژر به په دې اړه یوې پايلې ته ورسيږي او عملي چارې يې پيل کړل شي.
نوموړی د بګرام اډې موقعيت، پراخوالی، له هوايي ډګر سره نږدېوالی او په کې شته پراخ امکانات او وسايل د هېواد تر ټولو ستر اقتصادي زون د دغې اډې د بدلولو هڅونکي لاملونه ګڼلي.
بګرام اډه په افغانستان کې د امریکا د شل کلن نظامي حضور پر مهال تر ټولو ستره پوځي اډه وه، چې څو ورځې وړاندې ټرمپ هم د دغې اډې په اړه څرګندونې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس