معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له سره صلیب نه په نورو برخو کې د فعالیت غوښتنه کړې

افغان حکومت له سره صلیب نه په نورو برخو کې د فعالیت غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲ مه نېټه):
د افغانستان لپاره د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوا فيليون د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تېره شپه رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر څخه په دغه لیدنه کې غوښتي، چې اوس باید دوی په نورو برخو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي.
د خبرپاڼې له مخې امیر خان متقي ویلي، اوس د جګړې ټپیان کم شوي، نو د سره صلیب کمېټه باید د زندانیانو د پالنې، معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو د پېوند، د اړتيا په صورت کې بهرنيو هېوادونو ته د معلولینو لېږد او د داخله ناروغانو د تداوۍ په برخه کې خپل خدمات پراخ کړي.
خبرياڼې زیاته کړې، افغانستان لپاره د سره صلیب کمېتې مشر متقي ته د هېواد په بېلابېلو سکټورونو کې پر خپلو فعالیتونو او پروژو باندې رڼا واچوله او د خپلو خدماتو د رسولو په برخه کې يې د حکومت له هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه.
نوموړي ویلي چې افغانستان تازه له جګړې وتلی هیواد دی او دوی تر بل هر چا د خدماتو تمرکز په افغانستان کوي.
وروسته له هغې چې پر افغانستان اوسني واکمن خپلې منګولې ټینګې کړې، په ټول هېواد کې د مرګ_ژوبلې کچه ورسره.د پام وړ کمښت وموند.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس