معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له قزاقستانه تر سویلي آسیا پورې د ریل پټلۍ جوړېدو لپاره ژمنتیا ښودلې

افغان حکومت له قزاقستانه تر سویلي آسیا پورې د ریل پټلۍ جوړېدو لپاره ژمنتیا ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۲۴سمه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادي معاونیت دفتر ويلي، له قزاقستان څخه د ترکمنستان او افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د ريل پټلۍ غځولو د نوې پروژې پلي کېدو ته ژمن دي

اقتصادي معاونیت زیاته کړې، چې د دې پروژې په پیلېدو سره به قزاقستان د ترکمنستان او افغانستان له دې لارې پر منځنۍ آسیا سربېره له چین، روسیې او اروپایي بازارونو سر ونښلول شي.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې په دې پروژې سره به د افغانستان د کاني موادو په لېږد کې هم پرمختګ وشي

د مسوولینو په وینا د یادې پروژې په بشپړېدو سره به په لږ وخت کې سوداګریز توکي هدف ته ورسېږي او د کارونو پیلېدو سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینې هم برابرې شي.

د خبر پر بنسټ، د دې پروژې پلي کېدو سره مرکزي او سویلي آسیا د افغانستان له لارې په نوې شبکې سره نښلول کیږي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس