معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې کوي

افغان حکومت له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو پر حل خبرې کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۸  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په پاکستان کې د افغانستان سفارت د سوداګریزو ستونزو د حل په موخه د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.

یاد سفارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، دا مهال پر یاده لار د تازه مېوو او سبزیو بار د افغان سوداګرو څه کم ۲ زره بار وړونکي موټر درول شوي، چې په خبره یې، افغان سوداګرو ته یې میلیونونه ډالر زیان رسیږي.

د یاد سفارت په خبره، له هغې وروسته چې تورخم دروازه څو وار د تازه مېوو او سبزیو په موسم کې د افغان سوداګرو پر وړاندې بنده او خلاصه شوه، اوس یو ځل بیا د پېښور – تورخم لار له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د خېبر درې جمرود سړک په بګیاري سیمه کې د ځينو محدودو خلکو له لوري تړل شوې ده.

د سفارت په خبره دوی به د همدې ستونزې د حل په موخه له پاکستاني لوري سره په ګډه یوه حل لار پیدا کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس