کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۰مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له اجرايوي رییس سره په کتنه کې ویلي، ټاپي پروژه د ټولو ګډونوالو هېوادونو په ګټه ده.
په دې کتنه کې د ټاپي پروژې د وروستیو پرمختګونو او په ځانګړې توګه د عملي او تخنیکي اړخونو او راتلونکو ګامونو په اړه خبرې شوي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، سرپرست وزیر د دې پروژې په ژر تر ژره پلي کېدو ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی، چې په افغانستان کې د ټاپي پر وړاندې هېڅ ډول خنډ وجود نه لري.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د کارونو د لا چټکتیا په موخه هوکړه کړې، چې د یادې پروژې د ټولو اړخونو د ښې همغږۍ په موخه به کاري ډلې جوړوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/