معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي،.د ټاپي پروژې عملي کار لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتؤ یؤ

افغان حکومت وایي،.د ټاپي پروژې عملي کار لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتؤ یؤ

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۳ مه نېټه):
د راپورو له مخې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د ټاپي پروژې له اجرایوي رییس محمد مراد امانوف او مل پلاوي سره کتلي دي.
د راپور پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلي، چې سرپرست حکومت د یادې پروژې د کار او فعالیت د پيل کېدو غوښتونکی دی.
نوموړي ویلي، چې د دې پروژې د پلي کولو لپاره د ښه امنیت شتون او ټول شرایط برابر دي او سرپرست حکومت به د یادې پروژې د پلي کولو په برخه کې له هېڅ ډول همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د پروژې په پلي کولو او د همکاریو پر دوام ټينګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس