معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، نجونو په اړه د رامنځته شویو ستونزو پر دایمي حل کار روان دی

افغان حکومت وایي، نجونو په اړه د رامنځته شویو ستونزو پر دایمي حل کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یاد وزارت مشر د یوناما له ځانګړي استازي سره کتلي.
په دغه کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د نجونو په اړه نړۍ سره د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره پر معقولې او دايمي حل لارې کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې، د شته ستونزو هواري لپاره د حکومت د مشرانو لخوا هڅې روانې دي چې د شرعي احکامو او د افغانانو له کلتور سره مطابق نجونو ته کاري، تعلیمي او تحصیلي زمینه برابره کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي بیا په دغه کتنه کې د نجونو تعلیم او نورو وضع شویو محدوديتونو د ختمېدو غوښتنه وکړه او د امنیتي وضعیت ښه کېدو له امله یې د کورنیو چارو وزیر هڅې وستایلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس