کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۸ مه نېټه):
د سرپرست افغان حکومت ویاند په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې د پاکستاني چارواکو وروستیو تورونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې حکومت یې په سیمه کې د هر هېواد د امنیتي ناکامۍ مسوول نه دی.
نوموړي ټينګار کړی، چې پاکستان دې خپل امنیتي وضعیت په سمه توګه مدیریت کړي.
په خپرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې تېر کال په بېلابېلو عملیاتونو کې لږ تر لږه ۱۸ پاکستاني وسلوال وژل شوي او د هغوی ځينې نور نیول شوي دي، چې پوره شواهد او سندونه يې موجود دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست حکومت پر پاکستان د ملامتۍ ګوتې د پورته کولو پر ځای، خپلې امنیتي تابیاوې ځواکمنې کړې، چې پایله یې هم ورکړې ده.
د سرپرست حکومت ویاند ډاډ ورکړی چې حکومت یې په پاکستان کې د بریدونو پلوی نه دی او پاکستانیان باید دننه په خپل کور کې د حل لار په لټون کې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/