معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت پر پاکستاني پوځیانو د بريد په تړاو دغه هېواد ته د يو کس سپارلو راپورونه رد کړل

افغان حکومت پر پاکستاني پوځیانو د بريد په تړاو دغه هېواد ته د يو کس سپارلو راپورونه رد کړل

دوشنبه، د لړم ۳۰مه
کابل/ګهیځ: د افغانستان حکومت هغه راپورونه ردوي چې په سپین بولدک – چمن پوله کې په پاکستاني پوځیانو د برید په تړاو یو کس پاکستان ته سپارل شوی.
د حکومت مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد بېګاه ناوخته رسنیو ته په یوه پیغام کې وویل چې پاکستاني لوري ته د کوم کس د ور سپارلو خبر ناسم دی.
تر دې وړاندې ځینې رسنیو داسې خبرونه خپاره کړل چې ګواکې افغان حکومت هغه بریدګر پاکستاني لوري ته سپارلی چې یوه اونۍ مخکې یې یو پاکستانی عسکر په ډزو وواژه او دوه نور یې ژوبل کړل.
د همدې پېښې په خاطر پاکستاني لوري دروازه تړلې وه.
یکشنبه د دواړو خواو تر منځ تر خبرو وروسته پرېکړه شوې چې له دوشنبې ورځې به د خلکو او ټرانزیټ پر مخ د چمن لار خلاصه شي.
د یادولو وړ ده، چې د کندهار د والي ویاند حاجي زید رسنیو ته ویلي، تر دوو پړاوه خبرو اترو وروسته دغه دروازه پرته له کوم شرط او قید پرته بېرته پرانیستل شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس