معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ ور سپارلو غوښتنه کړې

افغان حکومت په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ ور سپارلو غوښتنه کړې

یکشنبه، د لړم ۲۹مه
کابل/ګهیځ: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب له ۷۶مې کلیزې سره سم د افغانستان سرپرست حکومت غواړي چې دغه څوکۍ دې دوی ته ور وسپارل شي.
په قطر کې د ا.ا د سیاسي دفتر مشر په دې سازمان کې د سرپرست حکومت د استازي نه شتون غیر عادلانه بولي.
سهیل شاهین په افغانستان کې د حاکم نظام له لوري دې څوکۍ ته وروپېژندل شو، خو د دې سازمان له لوري و نه منل شو. شاهین وايي د افغانستان د اوسني حکومت او د افغان ولس په استازولۍ له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې څومره ژر کېدای شي، د دې نړیوال بنسټ له ‌خوا دغه بې ‌انصافي دې پای ته ورسېږي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له غړیتوب راهیسې څاورلس تنو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه حضور لرلی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس