معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت، اداراتو کې د انګلیسي مخففاتو پر ځای د ملي ژبو پر استعمال ټینګار کړی

افغان حکومت، اداراتو کې د انګلیسي مخففاتو پر ځای د ملي ژبو پر استعمال ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
له تېرې ورځې راهیسې ټولنیزو رسنیو کې یو لیکلی مکتوب لاس په لاس کیږي، چې په کې د سرپرست افغان حکومت د امیر په هدایت ټولو اداراتو ته خبر ورکړل شوی، چې خپلو اداراتو کې دې انګلیسي مخففات ختم او پرځای یې د ملي ژبو مخففات وکاروي.
مکتوب کې سپارښتنه شوې، چې باید هڅه وشي څو انګلیسي اصطلاحات په رسمیاتو کې ختم کړل شي.
تر اوسه د دغې مکتوب تایید کومې رسمي سرچینې نه دی کړی.
هېره دې نه وي چې تېره ورځ یو بل مکتوب هم چې د ارایش خانو د تړل کېدو سپارښتنه په کې شوې وه، ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدلو، خو نوموړی مکتوب هم رسماً تر دا دمه نه دی تایید شوی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس