کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان سوداګرو د قزاقستان الماتا ښار ته ۲۳ټنه انار صادر کړل.
د دې وزارت په خبره، قزاقستان ته د سرپرست حکومت د پلاوي له سفر او د دواړو هېوادو د خصوصي سکټور ترمنځ د څو هوکړه لیکونو له لاسلیک وروسته دا لومړۍ کڅوړه ده، چې دغه هېواد ته صادریږي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې دا د افغانستان د انارو لومړۍ جوپه ده، چې دې هېواد ته یې لېږې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د انارو د یوه صادرونکي له قوله ویلي، چې دوی غواړي قزاقستان ته د انارو صادرات زیات کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/