معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سیلاب ځپلو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د مرستې غوښتنه کړې

افغان سیلاب ځپلو لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د مرستې غوښتنه کړې

ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږي/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د اسلامي همکارۍ سازمان، له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتي، چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې وکړي.

دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان ختیځې، سوېلي او مرکزي برخې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوي، کورونه او اساسي بنسټونه یې ویجاړ کړي او په زرګونو کسان بېړنیو مرستوته اړ دي.
د افغانستان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په وروستیو سېلابونو کې په ټوله کې تر ۱۷۰ زیات کسان مړه شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې پرون وویل چې، په را روانو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې بیا د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس