کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د المپیک کمېټې بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس د یو کلنو لاسته راوړنو پروګرام کې وویل، چې تېر کال دغې ادارې لپاره په کور دننه او بهر لوبو کې له لاسته راوړنو ډک و.
د دغې ادارې عمومي رییس احمدالله وثیق وویل، تېر کال د هېواد ورزشکارانو په ۹۸بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی، چې له دغو سیالیو یې ۹۲ مډالونه ګټلي.
ګټل شویو مډالونو کې ۲۲ یې د سرو زرو، ۳۰ سپینو زرو او ۴۰ یې د برونزو دي.
وثیق همداراز زیاته کړې، تېر کال یې ملي لوبډلو ته د انتخاب په موخه د ۱۴فدراسیونو ترڅنګ ټول هېواد کې په بېلابېلو ورزشي رشتو کې ۴زره مناسبتي، تشویقي او رسمي سیالۍ برابرې کړي دي.
نوموړي ژمنه کړې، چې د هېواد د ملي دودیزو سیالیو بیا را ژوندي کولو سربېره به د ورزش ودې او پراختیا لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/