کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې تېره ورځ یو شمېر افغان پناه غوښتونکو د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد کې په امریکا کې د مېشتېدو پروګرام د ځنډېدو په وړاندې لاریون وکړ.
دوی له څه باندې یوه کال راهیسې په پاکستان کې دې ته منتظر دي چې د امریکا د مهاجرت د ځانګړې پروګرام له مخې امریکا ته ولېږدول شي او هلته د مېشتېدو مستحق وګڼل شي.
د امریکا د مهاجرت دغه ځانګړی پروګرام د خبریالانو او د بشري حقونو د فعالانو په ګډون د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چ، ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې دی.
د راپور له مخې په امریکا کې د دغو افغانانو د مېشتېدو په اړه ځنډ دوی په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/