معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان چارواکي وایي، نجونو ته به له شرایطو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره شي

افغان چارواکي وایي، نجونو ته به له شرایطو سره سم د زده‌کړو زمینه برابره شي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو سرپرست وزیر هېواد ته د اسلامي همکاریو سازمان له راغلي پلاوي سره لیدلي دي.
د راپور پر بنسټ، د کورنیو چارو وزارت ویاند پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ګڼو مسایلو سربېره د زده‌کړو په اړه هم خبرې شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې په دې لیدنه کې د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي زده‌ کړې د نارینه او ښځینه حق بللی او څرګنده کړې یې ده، چې د دیني زده‌ کړو ترڅنګ عصري زده‌ کړې د ټولڼې پرمختګ ته لار هواروي.
په ورته مهال د کورنو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې تعليم د مسلمانانو شريکه اړتيا ده او له راغلي پلاوي يې غوښتي چې په دې برخه کې له زغم او حوصلې کار واخلي.
نوموړي ویلي، د نجونو تعلیم د ټولنې اړتیا ده او له شرايطو سره سم به دغه ستونزه هواره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس