معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره سریلانکا ته لاړه

افغان کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې لوبو لپاره سریلانکا ته لاړه

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د پاکستان پر وړاندې د دريو نړيوالو يو ورځنيو سياليو د ترسره کولو په موخه تېره ورځ له غرمې وروسته سريلانکا ته روانه شوه.
ټاکل شوې، چې افغان لوبډله د روانې اګست میاشتې له ۲۲مې تر ۲۶مې نېټې د سریلانکا په همبنټوټا او کولمبو ښارونو کې د پاکستان پر وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
بل لور پاکستاني کرکټ لوبډلې هم له افغانستان سره د دغو لوبو لپاره د لوبغاړو ۱۸ کسیز نوملړ اعلان کړی دی. د پاکستان په دغه نوملړ کې بابر اعظم، فخر زمان، رضوان، شاداب، عبدالله شفیق، فهیم اشرف او حارث رووف په ګډون ډېری تجربه کاره او پاکستان لپاره کرکټ لوبو کې ځلېدلي او ډېر لوبېدلي لوبغاړي ځای شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس