کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تېره ورځ د چمپینز ټرافۍ سیالیو کې د ګډون په موخه د پاکستان لاهور ښار ته ورسېده.
دا سیالۍ د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په ګډون د کب میاشتې له لومړۍ نېټې پیلیږي او د همدې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي.
افغانستان په دې سیالیو کې د دوهم ګروپ برخه ده، چې له استرالیا، انګلستان او جنوبي افریقا سره سیالي کوي.
په لومړي ګروپ کې بیا هند، پاکستان، بنګلدېش او نیوزیلېنډ شامل دي.
د افغانستان ملي لوبډله به خپله لومړنۍ سیالي د کب پر ۳مه جمعې ورځ د جنوبي افریقا پر وړاندې د کراچۍ په ملي لوبغالي کې ترسره کړي.
د مسوولینو په وینا تر دې وړاندې به افغان لوبډله د پاکستان الف لوبډلې او د نیوزیلېنډ ملي لوبډلې پر وړاندې د سلواغې په ۲۶مه او ۲۸مه دوه تدارکاتي سیالۍ ولري.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/