معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / افغان کرکټ ملي لوبډلې له اماراتو څخه د شل اوریزو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې له اماراتو څخه د شل اوریزو لوبلړۍ وګټله

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۱۳ مه نېټه):

افغان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه له اماراتو سره خپله درېیمه شل اوریزه لوبه د ځان په ګټه تمامه کړه.

دغه لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجې نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شوې.

افغانستان چې تېره اوونۍ له متحده عرب اماراتو دوه غیر رسمي ۵۰ اوریزې لوبې هم وګټلې، ترې وروسته یې شل اوریزه لوبلړۍ کې هم اماراتو لوبډله ماته کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به اوس هندوستان ته سفر وکړي، څو هلته له هند سره د جنورۍ میاشتې په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس