کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او بنګلدېش ترمنځ د لوبلړۍ وروستۍ سیالي تېره شپه د عربي متحده اماراتو په شارجې لوبغالي ترسره شوه، چې افغانستان د ۵ وېکټو په توپیر له بنګلدېش څخه بریا په خپل نوم کړه.
دغه لوبه کې بنګلدېش د پچې تر ګټلو وروسته توپوهنه غوره کړه او د ۸ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته یې د پنځوس اورونو په لوبولو ۲۴۴ منډې وکړې.
د یادې لوبډلې په ګټه محمدالله ۹۸ او د دې سیالۍ لوبډلمشر مهدی حسن مېراز ۶۶ منډې وکړې.
په افغان توپ اچوونکو کې عظمتالله عمرزي ۴ لوبغاړي یې وسوځول.
دغه راز راشدخان او محمدنبي یوه-یوه وېکټ ترلاسه کړه.
افغانستان بیا ورکړل شوی هدف د لوبې په ۴۸.۲ اورونو کې د ۵ وېکټو په بایللو سره پوره کړ.
په دې سیالۍ کې رحمن الله ګربز تر ټولو لوړې ۱۰۱ منډې وکړې، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/