معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغان کرکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا څخه روانه لوبلړۍ په خپل نوم کړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې له سویلي افریقا څخه روانه لوبلړۍ په خپل نوم کړه

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۳۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تېره شپه د متحدو عربي اماراتو په شارجه کې د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو په دوهمه سیالۍ کې هم سویلي افریقا ته د ۱۷۷ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه.

د دغې لوبې په ګټلو سره افغانستان د روانې لوبلړۍ ګټه هم په خپل نوم کړه.

دغې لوبه کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو لومړۍ توپوهنه وکړه او د رحمان‌الله ګوربز د سلیزې، د رحمت شاه د پنځوسیزې او عظمت‌الله عمرزي د ۸۶ چټکو او ناسوځېدلو منډو پر مټ یې سویلي افریقا ته د ۳۱۲ منډو هدف وټاکه.

د سویلي افریقا د پیل توپ وهونکو هم ښه لوبه وکړه او د پیل ملګرتیا یې تر ۷۳ منډو وغځوله، خو عظمت عمرزي د څوارلسم اوور پر وروستي بال لوبډلمشر ‘تېمبا باوېوما’ وسوځاوه.‌

تر هغه وروسته د سویلي افریقا نور لوبغاړي ژر یو بل پسې وسوځېدل او د پنځه دېرشم اوور تر دوهم توپه یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۱۳۴ منډې وکړای شوې.

د افغانستان له لوري توپ اچونه کې راشد خان ۵ او ننیګالي خروټي ۴ لوبغاړي وسوځول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس