معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان کډوال په پاکستان کې د وروستي خبرداري له امله اندېښمن دي

افغان کډوال په پاکستان کې د وروستي خبرداري له امله اندېښمن دي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۰ مه نېټه):
وروسته له هغې چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا‌ءالله وویل، په پاکستان کې د غیرقانوني کډوالو د بخښنې طرحه نن شنبه د دیسیمبر ۳۱مه پای مومي، دغه خبرداري یو شمېر افغان کډوال چې افغانستان کې له تحول وروسته نورو هېوادونو ته د تللو په موخه پاکستان ته ورغلي، سخت اندېښمن کړي دي.
دوی زیاتوي چې د کېسونو درلودو او اروپایي هېوادونو ته د تللو په موخه پاکستان کې دېره شوي دي.
خو د پاکستان حکومت وایي، تر نننۍ ورځې وروسته به غیر قانوني کډوال چې ویزه ونه لري، نیول کیږي به او د جریمې تر ورکولو وروسته به په جبري ډول افغانستان ته لېږل کیږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو شمېر ۱۴ لکو ته رسېږي، خو ګومان کیږي په لسګونو زره نور له قانوني اسنادو پرته هلته ژوند کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس