کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ آسیایي شورا د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام په روانو سیالیو کې افغان لوبډله نن یکشنبه د سریلانکا ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې خپله دوهمه لوبه کوي.
دا سیالۍ د افغانستان لپاره د اهمیت وړ ځکه ده، چې افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د بنګلدېش لوبډلې پر وړاندې ماتې منلې وه.
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې نننۍ لوبه اوس سهار نهه نیمې بجې پیل شوه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د یاد ټورنامنټ په ګروپ مرحله کې د افغان لوبډلې لپاره د نورو فرصتونو ترلاسه کولو کلیدي سیالي ګڼل کیږي.
د اسیا جام په دې سیالیو کې د افغانستان لوبډله هڅه کوي، چې غوره لوبو په ترسره کولو سره د نیمه پایلوبو پړاو ته لاره ومومي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/