معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانانو ته د ویزو ورکړې لپاره د اماراتو تخنیکي ټیم کابل ته راځي

افغانانو ته د ویزو ورکړې لپاره د اماراتو تخنیکي ټیم کابل ته راځي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت کې یوې معتبرې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د متحده عربي اماراتو تخنیکي ټیم کابل ته راځي او په نږدې ورځو کې به د افغان لوري اړوندو ارګانونو سره ګډ کار او خبرې پیل کړي.

سرچینه زیاتوي، یاد ټیم به له افغان لوري سره په ګډ میکانیزم کار وکړي، چې ورسره به د وېزو د ورکړې ستونزې هوارې او افغانانو ته به اسانتیاوې برابرې شي.

د سرچینې په وینا، متحده عربي امارات په دې برخه کې ځینې خنډونه لري، خو د تخنیکي ټیم له لارې به ژر د دې ستونزو حل ته اقدام وشي.

اماراتي ټیم په داسې مهال کابل ته استول کیږي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د متحده عربي اماراتو چارواکو سره په وروستیو کتنو کې افغانانو ته د وېزو د ورکړې اسانتیاوو غوښتنه وکړه، چې په ځواب کې اماراتي چارواکو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د مسوولینو په وینا افغانستان او متحده عربي امارات دواړه هیله لري، چې د دې ګډ میکانیزم له لارې افغانانو ته وېزې په اسانۍ ورکړل شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګې شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس