معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان او عمان د سیاسي او اقتصادي همکاریو د نوي پړاو ژمنه وکړه

افغانستان او عمان د سیاسي او اقتصادي همکاریو د نوي پړاو ژمنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د عمان د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره په مسقط کې لیدلي، چې په ترڅ کې یې دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پیاوړتیا هر اړخیزې خبرې کړي.

سرپرست وزیر د افغانستان امنیت، متوازنې نړیوالې اړیکې او د پانګونې فرصتونه د حکومت مهمې لاسته راوړنې وبللې او له عماني پانګوالو یې وغوښتل، چې له دې فرصتونو ګټه واخلي.

په ورته وخت کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ملاتړ ډاډ ورکړی او د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراخولو هیله یې څرګنده کړې ده.

شنونکي باور لري، چې د افغانستان او عمان نږدیوالی کولای شي، د سیمه‌ ییزو همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیزي او د دواړو هېوادونو اقتصادي ودې ته ګټه ورسوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس