معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لري

افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لري

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۳ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره سوداګریزې او اقتصادي اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکې ښې شوي او د لا پراختیا لپاره یې هڅې روانې دي.
نوموړی وایي، له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره بندرونه ۲۴ساعته شوي او له نورو سره هم خبرې پرې روانې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین بیا وایي، اوسمهال افغانستان له ۷۰ هېوادونو سره سوداګریزه راکړه – ورکړه لري چې ډېره اندازه یې له ایران، پاکستان او هندوستان سره ده.
د دغې خونې ویاند ویلي چې اوسمهال افغانستان بېلابېلو هېوادونو ته د ورځې زر لارۍ صادرات لري چې مختلف توکي په کې بار وي او دا به په روان کال کې نور هم زیات شي. نوموړي زیاته کړې، نړیوال اوس دې پایلې ته رسېدلي چې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې باید سیاسي نه شي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس