معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د مرستو بله نوې ۴۰ میلیوني کڅوړه نن راورسېده

افغانستان ته د مرستو بله نوې ۴۰ میلیوني کڅوړه نن راورسېده

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د افغانستان مرکزي بانک ويلي، د بشري مرستو په دوام کې نن ورځ ۴۰ میلیونه امريکايي ډالر کابل ته را ورسېدل.
دغې بانک زیاته کړې، دا په روانه اونۍ کې دوهمه څلوېښت میلیوني کڅوړه ده، چې افغانستان ته استول کیږي.
دوی زیاته کړې، چې افغانستان ته له قانوني لارو د بهرنیو اسعارو د راتک هرکلی کوي.
د افغانستان بانک له نړیوالې ټولنې د دغو مرستو د مننې کولو ترڅنګ غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې د بانکي سکټور له لارې افغانستان ته ولېږي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال د نړیوالو نغدي مرستې د هېواد د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ګټورې ګڼي او له نړیوالې غواړي، چې د خپلو مرستو یوه برخه د هېواد پر پراختیايي چارو هم ولګوي.
د بشري مرستو دغه ۴۰ میلیوني کڅوړه په داسې مهال کابل ته ورسېده، چې افغانستان کې د فقر او وزګارتیا په دوام خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس