معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد او د سکرو کارخونې پر جوړولو خبرې شوي

افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد او د سکرو کارخونې پر جوړولو خبرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر د ازبکستان د برېښنا تخنیکي ټیم سره کتلي، چې په کې افغانستان ته د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا لېږد مزي او د ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید لپاره د یوې کارخونې پر جوړولو خبرې شوي.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې دې ناسته کې د برېښنا لېږد پروژې تخنیکي او عملي اړخونه ارزول شوي، چې موخه یې د افغانستان د برېښنا عرضې پراخول دي.

همداراز لیدنه کې د ازبکستان تخنیکي ټیم افغانستان کې د انرژۍ زېربناوو پراختیا ته د خپل هېواد پر ژمنتیا ټينګار کړی دی.

دواړو لورو ژمنه کړې، چې همکاري به یې دوام کوي او د دې برخې د پرمختګ لپاره به ګډ کار ترسره کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس