معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان خپله فضا د عبوري پروازونو او نړیوالو الوتنو پر مخ پرانیستې

افغانستان خپله فضا د عبوري پروازونو او نړیوالو الوتنو پر مخ پرانیستې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، چې اوس‌ مهال د افغانستان فضا د ټولو ملکي عبوري پروازونو پر مخ پرانېستې او تر ټولو امنه ده.

د یاد وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي ویلي، اوس‌ مهال د دوو کورنیو شرکتونو ترڅنګ ۷ نړیوال شرکتونه هم افغانستان ته الوتنې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په ۲۷ هوایي ډګرونو کې چې پنځه یې نړیوال دي، د مسافرو لپاره ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د اوسني حکومت له بیا واکمنۍ وروسته د افغانستان هوايي ټرانسپورت له ګڼو ستونزو سره مخ و، چې د مسوولینو په وینا اوس بېرته ورځ تر بلې ښه کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس