معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د خپل هوایي حریم خوندیتوب لپاره نظامي تجهیزات پېري

افغانستان د خپل هوایي حریم خوندیتوب لپاره نظامي تجهیزات پېري

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت د لوجستیک برخې مشر د روسیې له ټاس خبري آژنس سره خبرو کې ویلي، چې د هوايي مدافع او خپل هوايي حریم ساتلو لپاره یو شمېر نظامي تجهیزاتو ته اړتیا لري، چې ګوندې دغه تجهیزات به دوی له روسیې څخه وپېري.

نوموړي خپله مرکه کې ویلي، روسي ساخت وسلو ته لېوالتیا له دې امله زیاته ده، چې روسيه د نړۍ په کچه ټکنالوژۍ برخه کې پرمختللی هېواد دی.

بل لور بیا د دفاع وزارت وياند تازه څرګندونو کې ویلي، چې تر اوسه د هوايي دفاع د وسلو اخيستو لپاره له روسي چارواکو سره هېڅ راز خبرې نه دي شوي.

وړاندې تر دې د افغانستان دفاع وزیر ویلي وو، چې نږدې راتلونکې کې به د افغانستان هوايي حریم تر خپل بشپړ کنټرول لاندې راولي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس