معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د زده‌ کړو بحران سره د مخ شویو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

افغانستان د زده‌ کړو بحران سره د مخ شویو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۹ مه نېټه):
ملګري ملتونه وایي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې شامل شوی چې د زده‌ کړو په برخه کې په بحراني وضعیت کې دي.
د ملګروملتونو عمومي منشي زیاتوي، دمګړۍ د جګړو له امله ۲سوه ۲۲ میلیونه نجونې بې‌ ځایه شوي چې له دې ډلې له ۷۸ میلیونو څخه زیات یې ماشومانې دي.
د ملګرو ملتونو لوی منشي په یوه ټویټ کې ویلي، درېیمه برخه هغه کسان چې د روزنې په بحران کې دي، په کانګو، اېتوپیا، مالي، نایجریا، پاکستان، سوډان، سومالیا، سویلي سوډان، یمن او افغانستان کې دي.
له دې سره سم، په هېواد کې د چارو یو شمېر څارونکي هم له افغان حکومته غواړي چې د نجونو پرمخ دې ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي، خو چارواکي وایي، غواړي چې ټولې زده کړې او مسایل د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې تر سره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس