معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان د ناچاودو توکو د شتون له امله یو له ککړو هېوادونو شمېرل شوی

افغانستان د ناچاودو توکو د شتون له امله یو له ککړو هېوادونو شمېرل شوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۸ مه نېټه):
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، افغانستان په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې ډېره سیمه یې په ناچاودو توکو پوښلې ده.
اوچا په ټویټ کې لیکلي چې په روان ۲۰۲۳ کال کې ۱۸٫۳ میلیون ډالرو ته اړتیا ده، څو افغانستان کې د دغو ناچاودو توکو پلټنه وکړي او بیا یاد توکي شنډ کړي.
دغې ادارې زیاته کړې، د دغو مالي امکاناتو په ترلاسه کولو سره به افغان خاروه له ناچاودو توکو پاکه کړي او همدارنګه د دغو توکو له امله قرباني شویو ۱٫۴ میلیونه ژوندي پاتې شویو سره به مرستې هم ترسره کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس