معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان له ازبکستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د تورید تړون لاسلیک کړ

افغانستان له ازبکستان سره د ۲۰۲۳ کال لپاره د برېښنا د تورید تړون لاسلیک کړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۱ مه نېټه):
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت سره د ۲۰۲۳ زېږدیز کال لپاره د برېښنا تورید تړون لاسلیک کړ.
دغه راز د اوبو او انرژۍ وزیر ویلي، چې ازبک چارواکو سره یې د وارداتي برېښنا قرارداد یو کال نور غځولی او ازبکستاني چارواکو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به وارداتي برېښنا پر افغانستان نه کموي.
په دې ورورستیو دوو میاشتو کې افغانستان ته د ازبکستان د ۴۳۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا کچه نږدې نیمایي کمه شوې وه، چې ډېر خلک یې له ستونزو سره مخ کړي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس