کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د روسیې د سوداګرۍ د مرکز مشر رستم خبیبلین ویلي، کابل غواړي له روسيې سره د خپلې خاورې له لارې د ۵۰ میلیونه متر مکعب مایع طبیعي ګاز د ټرانزېټ په اړه تړون لاسلیک کړي.
نوموړي د نووسټي خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، دا تړون به په ۲۰۲۵ کال کې د کازان په راتلونکې غونډه کې لاسلیک شي، چې له مخې به یې د افغانستان له خاورې جنوبي ختیځې اسیا ته ګاز ولېږدول شي.
خبیبلین زیاته کړې، د ګاز لېږد پروسه به د ځمکې له لارې د ټانکرو په مټ ترسره شي، چې په دې برخه کې ازمایښتي انتقالات هم ترسره شوي دي.
نوموړي یادونه کړې، چې په ۲۰۲۳ کال کې د کازان غونډې په ترڅ کې د روسيې د نفتي تولیداتو د ۵۰ میلیونه ټنو د لېږد تړون او په ۲۰۲۴ کال کې د دوه میلیونه ټنه روسي غنمو او اوړو د لېږد تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/