معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په تاشکند کې د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي په تاشکند کې د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
په واشنګتن کې د ازبکستان سفیر په یوه ټویټ کې لیکلي، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشف او په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینک خپلو کې د افغانستان په اړه خبرې_اترې کړي.
په واشنګتن کې د ازبکستان سفیر زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې پر مهمو مسایلو لکه په افغانستان کې د دوامداره ټیکاو، نجونو او ښځو ته د بنسټيزو حقونو په تړاو پر ګډو هڅو بحث شوی دی.
د دغې لیدنې نور جزیات تر اوسه رسنیز شوي نه دي.
د ښځو پر کار او تحصیل بندیز دوه هغه لوی موضوعات دي چې نړیوال یې په اړه له اوسني سرپرست افغان حکومت له مشرانو سره ټکر کې شوي دي.
خو بل لور بیا افغانستان ته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ په خپل سفر کې د افغان لوري له درې وزیرانو سره تر کتنې وروسته ویلي، افغان مشران پر ښځو د کار او تحصیل بندیز لرې کولو لپاره پر دوهم فرمان کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس