معماری
خانه / ګهیځ نیوز / افغانستان کولی شي چې د آسيايي لوبو کوربتوب وکړي

افغانستان کولی شي چې د آسيايي لوبو کوربتوب وکړي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي.

په دې لیدنه کې نوموړي ویلي، د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی او په دې وروستيو کې د افغان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې د دې ښکارندويي کوي، چې سرپرست حکومت د ورزش کلک ملاتړ کوي.

په دې لیدنه کې فرمان زیاته کړې، اوسمهال افغانستان کولی شي د اسيايي لوبو کوربتوب وکړي او له دې لارې د افغانستان د ورزش رښتينی انځور او اوسنی حالت له نړيوالو ورزشي ادارو سره شريک کړي.

دغه راز دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د المپیک له نړيوالې کمېټې او نورو ورزشي ادارو غوښتي، چې د افغانستان رښتینی انځور له نړیوالو سره شریک کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس