معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان کې د برېټانیا جنګي جرمونه؛ د پوځیانو په لاس لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژل شوي

افغانستان کې د برېټانیا جنګي جرمونه؛ د پوځیانو په لاس لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژل شوي

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: برېټانیايي حکومت څرګنده کړې، چې په افغانستان کې یې د جګړې پر مهال پوځیانو د بېلابېلو عملیاتو پر مهال، د راپور شویو شمېرو له مخې، لږ تر لږه ۶۴ ماشومان وژلي دي.
برېټانیا ویلي، چې د وژل شویو ماشومانو کورنیو ته یې تاوان ورکړی دی.
تر دې وړاندې د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي وو چې د ۱۶ وژل شویو افغان ماشومانو کورنیو ته یې تاوان ورکړی دی. دا شمېره په برېټانیا کې د «وسله وال تاوتریخوالي په ضد اقدام» د بنسټ په غوښتنه خپره شوې ده.
یاد بنسټ په خپل رپوټ کې ویلي، چې شونې ده د ولسي خلکو تلفات ډېر او تر ۱۳۵ ورسېږي. رپوټ وايي نور قربانیان د نجلۍ او هلک په نومونو ثبت شوي خو عمرونه او د وژل کېدو لاملونه یې نه دي څرګند شوي.
د رپوټ پر بنسټ، تر دې دمه د وژنو د ۸۸۱ ادعاوو یوې په څلورمې برخې ته تاوان ورکړل شوی دی.
د برېټانیا حکومت د ۲۸۹ ولسي وژل شویو افغانانو کورنیو ته ۶۸۸زره پونډه تاوان ورکړی چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو په منځ کې وژل شوي دي.
دې ادارې د بريټانيا پر دفاع وزارت نيوکه کړې چې د دغو ارقامو په خپرولو کې يې ځنډ او ناغېړي کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس