معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د جګړو پرمهال د کیمیاوي وسلو کارول اقلیم ته جدي زیانونه اړولي

افغانستان کې د جګړو پرمهال د کیمیاوي وسلو کارول اقلیم ته جدي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د اقلیمي بدلون د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې په کنفرانس کې د افغانستان اقلیمي زیانونو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان کې د جګړو په اوږدو کې د بمونو او کیمیاوي وسلو کارول د هېواد اقلیم ته جدي زیان اړولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال پر مهال جګړو د هېواد ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې د امریکا له خوا د بمونو مور او کیمیاوي وسلو د کارولو اغېزې هم یادې کړي، چې د افغانستان طبیعي چاپېریال یې په شدیده توګه اغېزمن کړی دی.

سیاسي مرستیال د دې ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی او یادونه یې کړې، چې د اقلیم د بیارغونې لپاره باید ګډې هڅې ترسره شي.

دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته د زیانونو د ارزونې ترڅنګ د چاپېریالي ستونزو د هوارۍ لپاره هم د عملي اقداماتو غوښتنه شوې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس