معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د سړې هوا له امله ماشومان د تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

افغانستان کې د سړې هوا له امله ماشومان د تنفسي ناروغیو له ګواښ سره مخ دي

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلي، په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره ډېری ماشومان د تنفسي ناروغیو له جدي ګواښ سره مخ دي.

یونېسف وایي، له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې روغتونونو ته د درملو او اړینو تجهیزاتو په لېږد بوخت دي، څو د دې ناروغیو مخنیوی وشي او اړینو ماشومانو ته اړین خدمات ورسول شي.

یونېسف د نړیوالو ادارو او سازمانونو له لوري د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې، څو د افغانستان ماشومانو ته د ژمي په سختو شرایطو کې مرستې ورسوي.

له دې وړاندې یونېسف او د نړۍ د مسلمانانو لیګ په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ په موخه د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت یو ګډ هوکړه‌ لیک هم لاسلیک کړی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس