معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د نس ناستي ناروغۍ تر پخوا کنټرول شوي

افغانستان کې د نس ناستي ناروغۍ تر پخوا کنټرول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلي، چې افغانستان کې د نس ناستې په پېښو کې د تېر په پرتله کموالی راغلی.

دغه راپور کې ویل شوي، چې تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳ زره ۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي، چې دا د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښيي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

د راپور پر بنسټ، دغه مرګ – ژوبله په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې ده.

د راپور په یوه برخه کې راغلي، چې د نس ناستې تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس