معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې ناروغۍ ډېرې شوي

افغانستان کې د هوا په تودېدو سره د نس ناستې ناروغۍ ډېرې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۹مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسېف ویلي، چې په دوبي کې د هوا په ګرمېدو سره د نس ناستي پېښې ډېرې شوي دي.
د دغې ادارې په خبره که په وخت سره د دغې ناروغۍ درملنه ونه‌ شي، ناروغان آن د مړینې تر کچې رسوي.
یونسېف زیاته کړې، د افغانستان د بشرپالنې د صندوق په مرسته به له خپلو روغتیایي شریکانو سره د نس ناستې مخنیوي لپاره د درملنې کېټونه چمتو کړي، چې پر مټ به یې دغه هېواد کې له ۱ لک ۳۷ زرو څخه د ډېرو کسانو درملنه وشي.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان هم په افغانستان کې چې اکثره خلک سمو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه‌ لري، د نورو ناروغیو ترڅنګ د نس ناستې د ناروغۍ د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس