معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د پولیو د تشخیص ۳۷ مرکزونه جوړیږي

افغانستان کې د پولیو د تشخیص ۳۷ مرکزونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۲مه نېټه):
د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان څانګه، په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د تشخیص لپاره د ۳۷ مرکزونو د جوړېدو خبر ورکوي.
هاخوا ځینې ډاکټران د پولیو ویروس د له‌ منځه وړلو په موخه د دا ډول مرکزونو جوړېدل اړین بولي.
یاد سازمان تر دې مخکې له ټولو خلکو غوښتي، چې خپل ماشومان سمدستي د پولیو په وړاندې واکسین کړي او له تل پاتې فلج څخه یې وژغوري.
د راپورونو له مخې، روان کال د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ، نازیان او بهسود ولسوالیو کې تر دې دمه د ګوزڼ څلور مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر ختیځې حوزې سربېره ویل شوي، چې کندهار حوزه کې هم په دې وروستیو کې په چاپېریال کې د پولیو د مثبت ویروس نښې موندل شوې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس