معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د ځمکو خړوبولو لپاره د سولري پمپونو پروژه پیلیږي

افغانستان کې د ځمکو خړوبولو لپاره د سولري پمپونو پروژه پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه‌ یي خدماتو ادارې (یونپس) اجرایوي رییس جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوي سره کتلي.

د خبر پر بنسټ داسیلوا په دغې کتنه کې ویلي، چې یاده اداره په پام کې لري څو افغانستان کې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره یوه نوې پروژه پيل کړي.

له بلې‌ خوا د سرپرست حکومت اداري مرستیال د یادې ادارې کړنې او فعالیتونه ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت له یادې ادارې څخه د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته د پروژو پلي کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.

 نوموړي دغه راز له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس