معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان د نري رنځ له امله مړه کیږي

افغانستان کې هرکال ۱۲ زره کسان د نري رنځ له امله مړه کیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي لومړی نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت ويلي، په افغانستان کې هر کال د لسو او ۱۲ زرو ترمنځ کسان د نري رنځ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت د نري رنځ د مخنیوي نړیواله ورځ نن د یوې غونډې پرمهال کابل کې ونمانځله.
د مارچ ۲۴ مه په نړۍ کې د نري رنځ د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي، خو په افغانستان کې دا ورځ نږدې دوه میاشتې وروسته ونمانځل شوه.
د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ معین ویلي، چې تېر کال په افغانستان کې د نري رنځ ۷۶ زره پېښې او هم د درملو پر وړاندې د مقاومت ۴ زره ۸ سوه پېښې ثبت شوې وې.
نوموړي وویل، چې د نری رنځ یوه ساري ناروغي ده او په لسو هغو ناروغیو کې شامله ده، چې په نړۍ کې د خلکو ژوند اخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس