معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / افغانستان، ترهګري او د ګاونډي هېواد اندېښنې!

افغانستان، ترهګري او د ګاونډي هېواد اندېښنې!

وروسته له هغې چې د کوزې پښتوخوا په باجوړ سیمه کې د یوې چاودنې له امله ګڼو خلکو ته مرګ- ژوبله واوښته، نو د ګاونډي هېواد واکمنو او په کور د ننه پر سیاسي بې ثباتۍ اخته سیاستوالو یې یو ځل بیا د تورونو د بوجۍ خوله خلاصه کړه او بیا یې د افغانستان پر لور د تهمت ګوته وخوځوله.
که څه هم په کوزه پښتونخواه کې تر دغه برید وروسته پر ولسي وګړو دغه برید تر ټولو وړاندې د افغانستان له لوري وغندل شو او خواشیني پرې وښودل شوه، خو برعکس د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دې برید په تړاو په خپلو څرګندونو کې بیا هم تور پورې کړ، چې د دوی وسلوال مخالفین له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه سمبالوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو بیا په همدې تړاو لږ نور هم وړاندې لاړ او ویې ویل چې که افغان حکومت د پاکستان پر ضد له افغان خاورې د وسلوالو بریدونو مخنیوی و نه کړي، نو پاکستان په افغانستان کې دننه د عملیاتو د ترسره کولو حق لري. د پاکستان د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې مېرمن حنا رباني هم له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ورته نیوکې کړي.
تر دې وړاندې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله هم په افغانستان کې دننه د بریدونو کولو ګواښونه کړي وو، چې هماغه مهال بیا د افغان حکومت دفاع وزیر پرې کلک غبرګون وښود.
پر اوسنیو تازه څرګندونو هم د افغانستان د حکومت ویاند غبرګون ښودلی او یو ځل بیا یې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې د خلکو د ذهنونو ګډ وډولو او په رسنیو کې د څرګندونو پرځای دې د افغانستان په اړه خپل تشویشونه د دوی له حکومتي مشرانو سره مخامخ شریکې کړي.
افغان حکومت دا هم ویلي، چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړيکې غواړي، خو زیاتوي‌ چې پاکستاني چارواکي او ویندویان دې هم بې بنسټه او پاروونکې څرګندونې نه کوي.
په اصولي توګه سم او قانوني کار هم همدا ده چې باید د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا موجوده نه وي، پر ځای د دې چې پر خپل ګاونډي باندې بدګمانه شي یا تور پورې کړي، په کار ده چې خپل دفاعي او استخباراتي سیسټم منظم او تنظیم کړي په خپل هېواد کې د امنیت د ټینګښت لپاره لاس په کار شي. زموږ خلک په فارسي ژبه کې یو ډېر ښه متل لري، چې وایي: ” مال خود را هوش کن، همسایه را دز مه گیر”، معنا دا چې پر ځای د دې چې همسایه باندې د غله ګومان وکړې، د خپل مال ساتنه وکړه!
افغانستان هغه هېواد دی چې تازه له جګړو وتلی او په جګړه ییزو مسایلو کې کافي تجربه هم لري خو د دې سره سره بیا یې هم د روان زېږدیز کال په اپرېل میاشت کې د افغانستان پر خاوره د پاکستاني پوځ جېټ الوتکو بریدونه وکړل، خوست او کونړ ولايتونو کې یې پر يو شمېر سيمو بمبارۍ وکړې، چې په کې شا او خوا ۵۰ ملکي وګړي ووژل شول، آن تر دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونسېف په دغه بمباردمان کې د ۲۰ تنو ماشومانو وژل کېدل هم تأیید کړل، خو افغان لوري بیا هم د نرمۍ لاره اختیار کړه او ترې ویې وغوښتل چې په خپل سر بریدونو پر ځای دې خپلې اندېښنې نیغ په نیغه له دوی سره شریکې کړي.
پدې لړ کې یوه پوښتنه دا هم ده چې آیا افغانستان یوازې له همدې پاکستان سره ګډه پوله لري او نور ګرد چاپېره هېوادونه هم شته؟ که وي، نو بیا ولې هلته په هغه ملکونو کې داسې بریدونه نه کېږي، چې تور یې پر افغانانو پورې شي؟
په دې هم سوچ په کار دی چې په افغانستان کې خو د بارودو کارخانې نشته او نه په کې د وسلو جوړولو کارخونې موجودې دي، جګړه هم دلته ختمه ده او ټول وګړي یې پرته له کومې لویې چاودنې خپل ورځنۍ ژوند پرمخ وړي.
د ترهګرۍ په تعریف کې نړیوال همدا وایي چې ترهګري پوله او سرحد نه لري، نو بیا ولې هماغه ترهګر چې دوی وایي، افغانستان کې دي، دلته تحرک نه لري؟
اوس خو د دواړو هېوادو تر منځ په ګډه پوله هم پوره بندیز لګېدلی او داسې هم نه ده چې بې بندوباره دې خلک د دواړو هېوادونو ترمنځ په آزاده راشه – درشه وکړي او پر پوله هم اغزن تارونه غزېدلي، ویزو باندې تګ او راتګ دی، نو بیا دا ترهګر څنګه او په کومه هغه ملک ته داخل شول؟
دا تورونه دومره بې ځایه دي چې آن تر دې وړاندې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم د افغانستان په اړه د خپل هېواد د چارواکو څرګندونې احمقانه بللې وې.
له دې ټولو داسې ښکاري چې په پاکستان کې یوه مخصوصه ډله او ځینې سیاستوال دي چې غواړي په هر ډول وي د افغانانو پر ضد خپله کینه را څرګنده کړي او پرافغانانو تور پورې کړي.
د پاکستان اوسني چارواکي او سیاستوال باید یو ټکی په یاد ولري چې که دوی نور د افغانانو له بدنامولو او پر افغانانو د تور لګولو څخه لاس وانخلي، لا نور به هم خراب ځکه شي، ځکه دوی د خپل اصلي مدعي پر ځای به د مظلومو افغانانو په ځورونې پسې نښتي وي!
پاکستاني چارواکو ته په کار ده چې پر نورو د تور لګولو پرځای د خپل هېواد واګي او امنیتي سیسټم تنظیم کړي،ځکه طبیعي ده چې که هر ګاونډی پر بل بې باوره وي او پرته له معقولو اسنادو او دلایلو پرې ناسم تورونه ولګوي، له امله به یې ښې اړيکې هم زیانمنېدای شي.
ځکه نو په کار ده چې ګاونډي هېوادونه خپلې هر ډول اندېښنې او ستونزې د رسنیزه کولو پرځای د افهام او تفهیم له لارې حل کړي چې پدې سره به هم د بې باورۍ فضاء له منځه لاړه شي او هم به شته ستونزو ته په ښه توګه رسېدنه وشي.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس