معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارۀ

افغاني سرې میاشتې ټولنې پکتیکا کې یو روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارۀ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۹ نېټه):
په پکتیکا کې د افغاني سرې مياشتې ټولنه وايي، د دغه ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ناروې د کډوالو شورا له لوري د ۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت يو روغتیايي مرکز جوړ شو.
په یاد ولایت کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې رییس زیاته کړې، چې دغه روغتیايي مرکز د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند د زيارت په نوم يوه لرې سيمه کې جوړ شوی، چې ۳.۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د ناروې د کډوالو شورا له لوري ورکړل شوى دى.
هغه زیاته کړه، په دغه فرعي روغتیايي مرکز کې یو ډاکټر، يوه قابله او يو واکسیناتور کار کوي، چې د یاد کلي ۶ زره اوسېدونکو ته به لومړني روغتيايي خدمات وړاندې کوي.
بل لور ته د پکتیکا د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د زیارت کلي په څېر سيمو کې د روغتیايي خدماتو نشتوالي ستونزې په کمېدو دي او ډېر ژر به په کې ۳۰ نور فرعي روغتیايي مرکزونه هم فعال شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس