معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغاني محصولات؛ په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس فابریکه جوړه شوې

افغاني محصولات؛ په کندهار کې د وچې مېوې د پروسس فابریکه جوړه شوې

کابل/ګهیځ: په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس یوه فابریکه جوړه شوې ده.
د باختر دولتي اژانس په دې اړه په خپل رپوټ کې ویلي، چې د یادې فابریکې پروسس شوې مېوې پر هند، پاکستان، ایران او متحدو عربي اماراتو سربېره د تاجکستان بازارونو ته هم صادرېږي.
د فابریکي چارواکي وايي، د نړیوالو بازارونو د غوښتنې مطابق د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه پروسس کوي.
د یادې فابریکې مشر جمیل افغان ویلي، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابر کړې، چې د مېوو د پروسس په بېلابېلو برخو کې کار کوي.
دی وايي، په ورځني ډول تر ۵ ټنو پورې انځر، شکرپاره، آبجوشي، ممیز او ځېره پروسس کوي.
دا په داسې حال کې ده چې که څه هم د امریکا لخوا د افغانستان ارزي پانګې کنګل کولو د دې هېواد اقتصاد زیانمن کړی خو په دې وروستیو کې له مختلفو ولایتونو د ورته وړو فابریکو د فعالېدو خبرونه ورکول کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس